د ملي دفاع وزارت دوه نورې ویجاړې شوې چورلکې ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې

د ملي دفاع وزارت

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د تخنیکرانو او منسوبينو د هڅو په پايله کې دا ځل د «۳۵MI-» او «۲۰۸C-» دوه نورې چورلکې فعالې شوې.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ویجاړو شویو او غیر فعالو چورلکو د بيا ځلي فعالولو او رغونې لړۍ دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د ملي د فاع وزارت د هوايي ځواکونو تخنکي او انجنیرۍ ټېمونو تر دې وړاندې هم یو شمېر ویجاړې شوې چورلکې بېرته رغولي او الوتنې ته یې چمتو کړې وې.

بیشتر بخوانید:  فرانسې ته د احمد مسعود سفر؛ د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x