د کورنیو چارو وزارت مرستيال وزير د لویې پکتیا له چارواکو سره وکتل

memaarpress

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ په غونډه کې مولوي نورجلال د یادو ولایتونو د مسؤولینو کړنې وستايلې او ټینګار يې وکړ، چې لوګر، پکتیا او خوست ولایتونه د هېواد امنیت په ټینګښت کې ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي د ټولو امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او د خلکو او مسؤولینو ترمنځ یې پر مثبتو او کلکو اړیکو ټینګار وکړ.
د پکتیا والي حاجي دعوت په دغه ناسته کې په ياد ولايت کې د بشپړ امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونه په هر ډول شرايطو کې د هېواد ساتنې او دفاع ته چمتو دي.
وروسته د لوګر او خوست ولایتونو والیانو هم خبرې وکړې او ويې ویل چې د ګاونډيو ولایتونو د مسؤلینو ترمینځ ښه همغږي موجوده ده او خلک خپلې ورځنۍ چارې د امن او ورورلۍ په فضا کې سرته رسوي.
په ناسته کې د یادو ولایتونو مسؤولینو د امنیت د لا خوندیتوب په اړه خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له مرستيال وزير سره شریک کړل.
د کورنيو چارو وزارت معين په دغه ناسته کې ژمنه وکړه، چې ستونزې او وړانديزونه به يې د وزارت مشرتابه ته ورسوي

بیشتر بخوانید:  اوچا: په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې له ۱۱،۷ میلیونو اړمنو کسانو سره مرسته وشوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x