په دغه کتنه کې دواړو لوريو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان په کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: هغه ملي او نړیوال پانګوال، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي اسلامي امارت يې هرکلی او ملاتړ او دوی ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي.
د يو بل خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ۷۷ ساختماني شرکتونو له استازي حسین اوني بوتسالي او د ترکیې هېواد پخواني سفیر سره نن په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
بوتسالي په دغه ناسته کې وویل: چې د افغانستان انرژۍ په برخه کې د ترکیې هېواد ۷۷ ساختماني شرکتونو پانګونه کړې او همدارنګه یې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتوالی څرګند کړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغه ستاینه او هر کلی وکړ.