د هوايي حاکمیت خلا؛ د افغانستان بې‌دفاع اسمان او بهرني ګواښونه

«د هېواد په هوايي حریم کې د ناپېژندل سوو الوتکو ګرځېدل د منلو وړ نه دي.» دا د محمد یونس آخندزاده، د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وروستۍ څرګندونې دي چې د ځمکنیو سرحدونو د ساتنې ترڅنګ یې پر دې هم ټینګار کړی چې د افغانستان د فضايي حریم امنیت تأمینول د حکومت د لومړیتوبونو څخه دی.
د هوايي حاکمیت خلا؛ د افغانستان بې‌دفاع اسمان او بهرني ګواښونه

«د هېواد په هوايي حریم کې د ناپېژندل سوو الوتکو ګرځېدل د منلو وړ نه دي.» دا د محمد یونس آخندزاده، د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وروستۍ څرګندونې دي چې د ځمکنیو سرحدونو د ساتنې ترڅنګ یې پر دې هم ټینګار کړی چې د افغانستان د فضايي حریم امنیت تأمینول د حکومت د لومړیتوبونو څخه دی. خو دا څرګنده اعتراف چې د هېواد د آسمان د کنټرول توان نسته، هغه تریخ حقیقت بربنډوي چې له کلونو راهیسې د افغانستان پر ملي امنیت سیوری غوړولی دی.

د طالبانو د وزیر خبرې چې نن سه‌شنبه، د عقرب ۲۷مه، د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې د یوې پروژې د پرانېستې پر مهال بیان سوې، نه یوازې د هوايي دفاع په برخه کې د جوړښتي کمزورۍ نښه ده، بلکې د هغه بحران د دوام ثبوت هم دی چې ریښه یې د کلونو جګړو او د نظامي بنسټونو د ړنګېدو څخه راولاړ سوی دی. په ۱۴۰۰ کال کې، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د افغانستان هوايي حریم په بې‌سرپرسته او تش فضايي سیمه بدل سو.

د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو د کابل پر فضا پرلپسې پروازونه، د پاکستاني جنګي الوتکو له لوري په کابل، کنړ او پکتیکا کې بمبار، او همدارنګه د ناپېژندل سوو ډرونونو دوامداره څرخېدل، ټول د دې انکار نه کیدونکی واقعیت څرګندونه کوي چې افغانستان د خپل هوايي حاکمیت د دفاع لپاره له لږې وړتیا هم بې‌برخې دی. دا حالت نه یوازې د هېواد د آزادۍ او ځمکنی حاکمیت اصل تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې افغانستان د سیمه‌ییزو او فراسیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې په ستراتیژیک ډول زیان‌من ښکاره کوي. په معاصر وخت کې د یوه هېواد حاکمیت یوازې د ځمکې او سرحدي کنټرول په مانا نه دی؛ هوايي فضا د ملي حاکمیت نه بېلېدونکی رکن دی.

د افغانستان د فضايي حریم پرله‌پسې نقض، پرته له هر ډول اغېزمن غبرګون څخه، دې حقیقت ته اشاره کوي چې هېواد په سیمه‌ییزه سیاسي او دفاعي معادله کې په یو غیر فعال او بې‌دفاع لوبغاړي بدل سوی دی. دا کمزوري هغو متخاصمو قدرتونو ته فرصت ورکوي چې هر وخت او پرته له هر ډول لګښت څخه خپلې پوځي او استخباراتي موخې تعقیب کړي. د افغانستان معاصر تاریخ ښيي چې یو وخت دغه هېواد د پام وړ هوايي دفاعي ځواک درلود.

د کورنیو جګړو له پیل مخکې، د افغانستان هوايي ځواک د عصري جنګي الوتکو او پرمختللو دفاعي سیستمونو لرونکی و او د سیمې له فعالو ځواکونو څخه ګڼل کېده. خو نږدې څلور لسیزې جګړې دغه زیربناوې په بشپړ ډول له منځه یووړې او نن هېواد په داسې حالت کې دی چې آن د متجاوزو الوتکو د پېژندلو او څارلو توان هم ورسره نسته. له بلې خوا، د افغانستان د هوايي دفاع د بیا رغونې لپاره بنسټیز، پراخ، مسلکي او ډېر لګښت غوښتونکي اقدامات اړین دي. د عصري جنګي الوتکو نشتوالی، د ځمکې څخه هوا ته د توغندیزو سیستمونو نشتوالی، د راداري او څارګرو سیسټمونو ناکاروالی، او تر ټولو مهمه، د سیاسي ارادې او مشروع ځواکمن حاکمیت نه شتون، دا خلا لا ژوره کړې ده.

طالبان سره له دې چې د خاورې فزیکي کنټرول لري، خو مالي، تخنیکي او دیپلوماتیک ظرفیت یې د دې حیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره نسته. که څه هم د طالبانو د وزیر دا اعتراف د واقعیت منلو او یو ډول شفافیت ګام ګڼل کېدای سي، خو تر هغه چې عملي ستراتیژي، نړیوال ملاتړ او مشروع حکومت رامنځته نه سي، دا یوازې یو بې‌پایلې اعتراف پاتې کېږي. تر هغې چې افغانستان د نړیوال اعتبار لرونکي، باثباته او مشروع حکومت ته ونه رسېږي او د دفاعي زیربناوو د بیا رغونې لپاره لازم امکانات برابر نه کړي، د هېواد اسمان به لا هم د تیری لپاره خلاص او بې‌دفاع ډګر وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x