ایران به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډې کوربه وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایران به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه چې د روسیې او چین استازی به هم ګډون وکړی کوربه توب وکړي، څو په سیمه‌ییزه کچه د افغانستان د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره د حل لارو چارو بحث وسي.
ایران به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډې کوربه وي

سعید خطیب‌زاده، د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو د مرکز مشر، ویلي چې په دې غونډه کې به د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو کړکیچونو په رڼا کې د سیمه‌ییزو حل لارو په اړه خبرې وسي.

هغه زیاته کړه چې د دې غونډې موخه د افغانستان د ثبات د ملاتړ لپاره سیمه‌ییز میکانیزمونه ارزول او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ روان اختلافات حل کول دي.

خطیب‌زاده همدارنګه وویل چې د دې غونډې مخکې امکان لري چې د ایران او نورو سیمه‌ییزو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه لیدنې او سلامشورې وسي، او هر لورې د تر ټولو لوړې کچې خبرو اترو لپاره مهم دلیلونه لري. هغه ټینګار وکړ چې د غونډې اجنډا به په سیمه‌ییزو کلیدي مسایلو او د افغانستان د ثبات پیاوړتیا باندې تمرکز ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x