«ملي یووالی» په تقویم کې ژوندی دی، په حقیقت کې مړ سوی

پنځلسم د عقرب هغه ورځ ده چې نوم یې د «ملي یووالي» خبرې کوي، خو د افغانستان واقعیت د اختلاف، قومي پالنې او بې‌عدالتی له غږ سره مخ دی. دا هغه ورځ ده چې د استاد شهید سید مصطفی کاظمي (د ملي یووالي جوړونکي) او د هغه د یارانو په یاد ثبت سوې، خو د یووالی د هغه آرمان په خاطر چې دوی په شهادت ورسیدل، تراوسه په افغانستان کې ریښې نه لري.
«ملي یووالی» په تقویم کې ژوندی دی، په حقیقت کې مړ سوی

پنځلسم د عقرب هغه ورځ ده چې نوم یې د «ملي یووالي» خبرې کوي، خو د افغانستان واقعیت د اختلاف، قومي پالنې او بې‌عدالتی له غږ سره مخ دی. دا هغه ورځ ده چې د استاد شهید سید مصطفی کاظمي (د ملي یووالي جوړونکي) او د هغه د یارانو په یاد ثبت سوې، خو د یووالی د هغه آرمان په خاطر چې دوی په شهادت ورسیدل، تراوسه په افغانستان کې ریښې نه لري. د عقرب پنځلسمه هغه ورځ ده چې نوم یې د «ملي يووالي» خبرې کوي، خو د افغانستان حقيقت د تفرقې، قوم‌پالنې او بې‌عدالتۍ فريادونه وهي.

دا هغه ورځ ده چې د شهيد استاد سيد مصطفی کاظمي (د ملي يووالي جوړونکي) او د هغه د ملګرو د ياد لپاره نومول سوې، خو هغه د يووالي آرمان چې دوی پرې خپل ژوند قربان کړ، لا تر اوسه د افغانستان په خاوره کې ريښه نه ده نيولې. نن په ۱۴۰۴ کال کې، څلور کاله د طالبانو د واک ته د بېرته رسیدو وروسته، د «ملي یووالي» کلمه نه یوازې هېره سوې، بلکې عملاً خاورو ته سپارل سوې ده.

په کال ۱۳۹۱ کې، د افغانستان د استازو جرګې پنځلسم د عقرب د «ملي یووالي او د خلکو د منتخب استازو د شهادت ورځ» په نوم په رسمي تقویم کې ثبت کړه. د دې پرېکړې موخه د یوې خونړۍ پېښې یادول وو، چې په ۱۵ د عقرب ۱۳۸۶ کې په بغلان ولایت کې وسوه؛ هغه ورځ چې شهید سید مصطفي کاظمي، د هېواد یوه مشهوره سیاسي او اقتصادي څېره، د ګڼ شمېر استازو او د مکتب لسګونه زده‌کوونکو سره په یوه ځانمرګي برید کې شهیدان سول.

خو اوس افغانستان نور د جمهوریت په فضا کې نه دی. څلور کاله کېږي چې طالبان بیا واک ته رسېدلي دي؛ د اشرف غني احمدزي په پټې مرستې او د امریکا د شین څراغ په مرسته. په دې فضا کې، د «ملي یووالي» ورځې یادونه د پیوستون او ورورولۍ سمبول نه، بلکې د دې آرمان تاریخي ناکامي څرګندوي. پنځلسم د عقرب د ملي یووالي د ورځې په نوم نومول اصل کې د استاد شهید سید مصطفي کاظمي آرمان ته درناوی وو؛ هغه سړی چې په خبرو او کړنو کې یې د قومونو تر منځ یووالی یوازې شعار نه، بلکې ژوندی کاوه.

خو تریخ حقیقت دا دی چې هېڅکله ریښتینی ملي یووالی په افغانستان کې رامنځته نه سو. د معاصر تاریخ په اوږدو کې، د افغانستان ولسمشران د یو ځانګړي قوم د ولسمشر په څېر وو، نه د ټول ملت. سیاست په دې هېواد کې هېڅکله د عدالت او ورورولۍ پر محور نه وو، بلکې د قوم، ژبې، نسل او قبایلي تړاوونو پر محور یې شکل اخیستی دي. د جمهوریت دوره چې د ۱۳۸۱ څخه تر ۱۴۰۰ پورې روانه وه، د ملت‌جوړونې او یووالي پر ځای، د قومي پالنې او سیسټماتیک فساد

څرګنده صحنه وه. د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو کې ملي شتمني او نړیوالې مرستې لکه د باد په څېر هېواد ته ورسېدې، خو په هماغه ډول د فساد له دروازو څخه وتلې. میلیاردونه ډالر چې باید د تعلیم، بیا رغونې او ټولنیز عدالت لپاره مصرف سوي وای، د سیاسي مشرانو او ځانګړو قومونو په جیبونو کې ورک سول. هغوی نه د ملي یووالي لپاره ګام پورته کړ او نه د ټولنیز عدالت لپاره. هر چا چې د یووالي خبرې کولې، یا منزوي کېده یا لکه مصطفي کاظمي، له منځه وړل کېده.

د اسلام او بشري حقونو له نظره، دا ډول حکومت‌ولی د خلکو په امانت کې خیانت او د عدالت د اصل څخه صریحه سرغړونه ده؛ هماغه اصل چې قرآن کریم د انسانانو د برترۍ معیار بولي: «إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ» (حجرات/۱۳) یعنې: بې شکه، تر ټولو غوره د الله په وړاندې هغه دی چې تر ټولو ډیر پرهېزګار وي. خو زموږ په هېواد کې معیار پرهېزګاري نه، بلکې قوم او نسل دی. د جمهوریت سقوط په کال ۱۴۰۰ کې نه د نظامي ماتې، بلکې د امریکا سیاسي خیانت او د اشرف غني احمدزي د طالبانو سره د پټی همکارۍ له امله واقع سو. هغه نه یوازې د قوم پالنې په ملاتړ، ټول دولتي جوړښت پښتونیز کړ، بلکې په وروستیو شېبو کې یې د بیت‌المال پیسې غلا کړې او د ریاست جمهوري له ماڼۍ وتښتېد.

نن، څلور کاله د طالبانو د بېرته راتګ تېر سوي. په دې موده کې، هغوی یو قومي حکومت جوړ کړی چې نه پر ملي ګډون ولاړ دی او نه پر اسلامي عدالت. د «ملي یووالي» کلمه عملاً د افغانستان د سیاسي قاموس څخه حذف سوې ده. طالبان ټول قومونه له قدرتي جوړښت څخه لرې کړي او هېواد یې د غیر پښتنو لپاره سیاسي زندان ګرځولی دی. که په جمهوریت کې ملي یووالی یوازې شعار وو، د طالبانو امارت کې دغه شعار رسمي خاورو ته سپارل سوی دی.

د بغلان خونړۍ پیښه، د یو ناورین څخه زیات، د افغان خلکو د همغږۍ سمبول وو. په هغه ورځ، شیعه او سني، پښتون، تاجیک، هزاره او ازبک په ګډه د شهیدانو د جنازې لمونځ وکړ. دغه صحنې د ملي یووالي حقیقي څېره وښوده؛ یووالی چې په خلکو کې شتون لري، خو سیاستوال تل له دې تښتي. ملي یووالی د فرمان، شعار یا پرېکړې له لارې نه سي رامنځته کېدای. یووالی د عدالت محصول دی؛ قومي، ټولنیز او سیاسي عدالر هغه چې عدالت نه وي، یووالی یوازې د قبر پر ډبره یوه کلمه پاتې کېږي. پنځلسم د عقرب نه یوازې د یوې تاریخي فاجعې یاد دی، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت بشپړ عکس هم دی؛ هېواد چې نوم یې په تقویم کې د «یووالي» سره تړلی، خو په حقیقت کې له یووالي خالي دی.

له فاسد جمهوریت څخه تر قومي امارت پورې اوږده لاره تېره سوه، خو هېڅکله د افغانستان ملت په ریښتیني مانا جوړ نسو. خو د بغلان د شهیدانو وینه، په ځانګړې توګه د استاد شهید سید مصطفي کاظمي، لا هم غږ کوي چې «ملي یووالی ممکن دی»، که اخلاقي، عقلي او الهي اراده موجوده وي. په پای کې، د عدالت او آزادۍ د لارې ټولو شهیدانو، په ځانګړې توګه د پنځلسم عقرب شهیدانو، کورنیو ته تسلیت او درناوی وړاندې کوو. هېله ده هغه ورځ راسي چې په دې خاوره کې ملي یووالی نه یوازې په تقویم کې، بلکې د حاکمانو او خلکو په زړونو او کړنو کې ژوندی سي؛ هغه ورځ چې افغانستان بیا د ټولو لپاره وطن وي، نه د یو قوم ملکیت.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x