سید مصطفی کاظمي، د افغانستان د ویښ وجدان سمبول

سید مصطفی کاظمي، د افغانستان د ویښ وجدان سمبول

اته لس کاله کېږي چې سید مصطفی کاظمي شهید سوی دي، سیاست‌وال، روشن فکره او د افغانستان د ویښ وجدان سمبول. هغه چې د کلتور له زړه څخه راپورته سوی وو، قدرت یې د خدمت وسیله ګڼله او خبرې اترې، یووالی او عقلانیت یې د تاوتریخوالي پر ځای ستایلې.

کاظمي د قومونو د پیوستون غوښتونکی وو او د تعصب او جهل پر وړاندې ودرید؛ د هغه همدغه ځانګړتیا هغه د دښمنانو هدف وګرځوه.

شهادت یې یوازې د یو سیاست‌وال له منځه تګ نه وو، بلکې ملي وجدان ته زیان او د تاریخ د کړاو تکرار وو. نن ورځ باید د هغه یاد په عمل کې ژوندی وساتو، د عقل، صداقت او وحدت په ساتنه کې، ترڅو د کاظمي نوم هیڅکله خاموش او چپ نه سي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x