د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم پړاو په استانبول کې ترسره کېږي

د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ دریم پړاو مذاکرات نن، پنج‌شنبه د عقرب ۱۵ مه، د ترکیې د استانبول په ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم پړاو په استانبول کې ترسره کېږي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ دریم پړاو مذاکرات نن، پنج‌شنبه د عقرب ۱۵ مه، د استانبول په ښار کې ترسره کېږي. د دې غونډې موخه د مذاکراتو د دویم پړاو د توافقنامو د تطبیق د بهیر څارنه او د دواړو لورو تر منځ د لا نه حل سویو مسایلو په اړه خبرې اترې عنوان سوې دي. په دې مذاکراتو کې، عبدالحق وثیق، د طالبانو د استخباراتو رئیس، د افغان پلاوی مشري پر غاړه لري.

په مقابل کې، عاصم منیر، د پاکستان د استخباراتو رئیس (ISI)، د پاکستانی پلاوی مشري کوي. نږدې سرچینو ویلي چې د خبرو اترو اصلي تمرکز به په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د فعالیتونو د مهار، د سرحدونو مدیریت او د پولو هاخوا حملو د مخنیوي پر موضوعاتو وي. دا مذاکرات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اونیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ کړکیچونه زیات سوي دي او د پاکستان چارواکو ګواښ کړی دی که د افغانستان له خاورې حملې دوام وکړي، دوی به غبرګون وښيي.

د دې مذاکراتو دوه مخکیني پړاوونه هم په ترکیه کې ترسره سوي، خو لا هم د TTP او د سرحدونو د کنترول په اړه اختلافات پاتې دي. د طالبانو په باور، د دې غونډې پایله کولی سي د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو د مسیر په ټاکلو او د امنیتي کړکیچونو د کمولو یا زیاتولو په برخه کې اغېز ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x