کابل – ۶ عقرب ۱۴۰۴: د هیلو او لوړو ارمانونو ډک زړونه، د افغانستان فوټسال لوبغاړي نن هغه ډګر ته ځي چې موخه یې د نړیوال ډګر پر وړاندې د خپلو وړتیاوو ثبوت دی.
د افغانستان او ایران تر منځ دا سیالي چې د اسلامي هېوادونو د یووالی د جام د ګروپي پړاو برخه ده، د عربستان په ریاض ښار کې د «ګرینهال» په لوبغالي کې (د کابل په وخت) ماپښین په درې بجو پیل کېږي. دا لوبه کولای سي د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې یوه مهمه لحظه وي او د افغان زمریانو لپاره د صعود چانس رامنځته کړي. د خراسان زمریانو د خپلې لومړۍ سیالۍ په ترڅ کې د تاجکستان پر وړاندې په زبردسته ډول ۹–۵ بریا ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې د ایران ملي لوبډله له مراکش سره دوه پر دوه مساوي سوې وه.
په دې سیالیو کې اته هېوادونه برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل سوي دي. د سیالۍ د شنونکو نظرونه: د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو شنونکي ویلي: «افغانستان په دفاعي جوړښت کې ښه عمل کړی، که لومړی ګول ووهي، کولای سي ایران تر فشار لاندې راولي او بریا ترلاسه کړي.»
خو د ایران د پرسټيوي یو کارپوه باور لري: «د ایران تجربه او د لوبغاړو چټکتیا به احتمالاً د هغوی په ګټه تمامه سي، خو افغانستان ښایي تر وروستیو شېبو پورې لوبه نږدې وساتي.» یو بل نړیوال شنونکی د فیفا له ویبپاڼې لیکلي: «دا لوبه تر تخنیکي اړخ، زیات رواني جنګ دی.
که افغانستان وکولای سي له خپل ملي احساس څخه کار واخلي، د نږدې پایلې احتمال (۳–۲) سته.» د سیالیو ګروپونه:
• لومړی ګروپ: عربستان، ازبکستان، لیبیا، آذربایجان •
دوهم ګروپ: ایران، مراکش، افغانستان، تاجکستان د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لوبو مهالویش: • افغانستان – ایران (۱۵ عقرب ۱۴۰۴) ۳:۰۰ ماپښین • افغانستان – مراکش (۱۷ عقرب ۱۴۰۴) ۱۲:۳۰ ماپښین • نیمهپړاو لومړۍ سیالي (۱۸ عقرب ۱۴۰۴) ۵:۳۰ ماپښین • نیمهپړاو دوهمه سیالي (۱۸ عقرب ۱۴۰۴) ۸:۳۰ ماښام • د درېیم مقام سیالي (۲۰ عقرب ۱۴۰۴) ۵:۳۰ ماپښین • پایلوبه (۲۰ عقرب ۱۴۰۴) ۸:۳۰ ماښام د فوټسال سیالۍ د عقرب ۱۳ څخه پیل سوې او د اسلامي هېوادونو د یووالی لوبې به د ۱۶ تر ۳۰ عقرب ۱۴۰۴ (۷–۲۱ نومبر ۲۰۲۵) پورې په ریاض کې دوام ولري.




