د آلمان محتاطانه نرموالی د طالبانو پر وړاندې؛ عملي مشروعیت، خو بې له رسمي پېژندنې

راپورونه ښيي چې د آلمان حکومت د طالبانو پر وړاندې په خپله تګلاره کې یو نرم او محتاط دریځ خپل کړی او په خپله خاوره کې یې د دې ډلې یو استازي ته د «قونسل» عنوان ورکړی دی.
د آلمان محتاطانه نرموالی د طالبانو پر وړاندې؛ عملي مشروعیت، خو بې له رسمي پېژندنې

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، د آلمان حکومت په غیررسمي ډول د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ نرم کړی او د دې ډلې یو دیپلومات ته یې د «قونسل» لقب ورکړی، چې دا پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ سوې ده. د The European Conservative ورځپاڼې په وینا، دا پرېکړه طالبانو ته دا فرصت ورکوي چې د مهمو او حساسو معلوماتو، په ځانګړي ډول د هغو افغان اتباعو معلوماتو ته، لاسرسی ومومي چې په آلمان کې مېشت دي.

خو د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې دا اقدام د طالبانو د رژیم رسمي پېژندنه نه ده، بلکې یوازې د نړیوالو حقوقي اصولو پر بنسټ ترسره سوی دی. دغه وزارت څرګنده کړې چې آلمان لا هم افغانستان د «یوې نړیوالې حقوقي موضوع» په توګه ګڼي، نه د طالبانو تر حاکمیت لاندې د یوه مشروع دولت په توګه.

سیاسي او حقوقي کارپوهان بیا خبرداری ورکوي چې دا ډول اقدامات، که څه هم په ظاهره بې‌طرفه او حقوقي ښکاري، خو په عملي بڼه د طالبانو د غیررسمي مشروعیت لامل کېدای سي او د نړیوالې ټولنې دریځ د دې ډلې پر وړاندې کمزوری کولای سي. راپور زیاتوي چې په آلمان کې مېشت یو شمېر افغان مدني او د بشري حقونو فعالانو تر دې وړاندې د آلمان پر دغه چلند نیوکه کړې او دا یې د افغان ولس د کړاوونو او د ښځو د پراخو محدودیتونو له پامه غورځول بللي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x