د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د هرات ولايت په اسلامقلعه پوله کې د يو شمېر نړيوالو او خيريه بنسټونو د فعاليتونو له ځنډېدو وروسته، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت دا اقدام «مغرضانه او د پوښتنې وړ» بللی، او ټينګار يې کړی چې ددې وزارت له لوري لګول سوې محدوديتونه د اسلامي قوانينو پر بنسټ وضع سوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وياند د پنجشنبې په ورځ وويل چې د دې وزارت له خوا لګول سوې شرعی محدودیتونه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې وضع سوي او پکښې هېڅ سياسي يا دښمنانه موخه نسته.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ملګرو ملتونو دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د دوی بشردوستانه فعاليتونه په اسلامقلعه کې ځنډول سوي دي. د دې ځنډ علت، د طالبانو له خوا د ښځينه کارکوونکو د کار مخنيوی ياد سوی، چې د عملياتي ستونزو ترڅنګ، د ښځو او له ايران څخه راستانه سويو ماشومانو لپاره مستقيم ګواښ بلل سوی دی. ا
حصايې ښيي چې له ايران څخه راستانه سوي کډوال شاوخوا ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان دي، او له هر لسو راستانه سويو کورنيو څخه د درې کورنیو سرپرستی د ښځو مسوولیت دي. نړيوالو ادارو خبرداری ورکړی چې که ښځينه کارکوونکې خپلو دندو ته بېرته ونه ګرځي، نو اړمنو کسانو، په ځانګړې توګه ښځو، ته د خدماتو وړاندې کول به ناممکن سي.




