د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د کابل اوسېدونکي په ټینګار سره له دې امله نیوکه کوي چې د درملو په بازار کې هېڅ ډول اغېزمنه څارنه نسته او همدارنګه مشخصه نرخنامه نده تعریف سوې، چې دا وضعیت د خلکو د نارضایتۍ، بېباورۍ او ګډوډۍ لامل ګرځېدلی دی.
د یو شمېر ښاریانو په وینا، د یوې ځانګړې کمپنۍ یو ډول درمل په بېلابېلو درملتونونو کې په بېلابېلو بیو پلورل کېږي؛ دې مسئلې نهیوازې د ناروغانو د درملنې لګښت زیات کړی، بلکې د درمل پلورونکو او پېرودونکو ترمنځ باور هم ډېر کمزوری کړی دی. دوی وایي: «ډېری درملتونونه د درملو اصلي بیه په پام کې نه نیسي، بلکې ګران یې پلوري. خرڅوونکي لومړی له پېرودونکي پوښتنه کوي چې ایا مخکې یې دا درمل اخیستي که نه، څو ډاډمن سي چې د اصلي بیې ناخبره دی، وروسته بیا په خپله خوښه بیه ورته ټاکي.»
د خلکو له شکایتونو سره سره، یو شمېر درمل پلورونکي هم د درملو د بازار ګډوډ وضعیت مني. د دوی په وینا، د څارنې د سیسټم نشتوالی، د ټیټ کیفیت لرونکي، قاچاقي او حتّی غلا سوي درملو واردات، د بیو د بېثباتۍ مهم لاملونه دي. دوی خبرداری ورکوي که وضعیت همداسې دوام وکړي، نهیوازې د ناروغانو روغتیا به له جدي خطر سره مخ سي، بلکې د کابل د درملو بازار به د لا زیاتی ګډوډۍ او بېنظمۍ پر لور ولاړ سي.




