د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، اعلان کړی چې د اسلامآباد یو پلاوی د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له چارواکو سره د درېیم پړاو خبرو لپاره استانبول ته سفر کړی دی. نوموړي هیله څرګنده کړې چې طالبان به په دغو خبرو کې په «عقل مندۍ» عمل وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو زمینه برابره سي.
د پاکستان دفاع وزیر څرګنده کړه چې اسلامآباد له طالبانو یوازې یو څرګنده غوښتنه لري، او هغه دا چې طالبان باید د افغانستان له خاورې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د ترسره کېدونکو بریدونو مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو څو ځله د دغه ډلې د شتون او فعالیت ادعاوې په افغانستان کې رد کړې دي. دوی وايي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) ستونزه د پاکستان کورنۍ مسئله ده او مسؤلیت یې پخپله د اسلامآباد پر غاړه دی.
د استانبول روانې خبرې په داسې وخت دوام لري چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کړکیچونو پېښې ډېرې سوې دي، او پاکستان د یاغي بریدونو د زیاتېدو له امله شکایت کړی دی. خو طالبان تر اوسه پورې د دغو بریدونو د مهار په برخه کې د مسؤلیت منلو ته نه دي تیار سوي.




