د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ازبکستان او پاکستان چارواکو د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په هڅو کې د افغانستان له لارې د څو اړخیزې رېل لارې د جوړولو په اړه خبرې اترې ترسره کړي دي.
د ازبکستان د «اوز» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ناسته په تاشکند ښار کې د دواړو هېوادونو د رېل پټلۍ شرکتونو د استازو ترمنځ ترسره سوې ده. د خبرو پر مهال دواړو لورو پر دې تمرکز کړی چې د یوه خوندي او باوري بار وړونکي مسیر د جوړولو امکان وڅېړي، چې ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې سره ونښلوي.
همدارنګه، د څو اړخیزو ترانسپورت لګښتونو همغږي او د توکو ترانزیت آسانه کول هم د بحث موضوع وه. د افغانستان له لارې د دې څو اړخیزې رېل لارې جوړول کولای سي د سیمهییز تجارت پیاوړتیا، د ترانسپورت لګښتونو کمول او د مرکزي آسیا د هیوادونو غوره اتصال له پاکستاني جنوبي بندرونو سره یقیني کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سیمهییزو پروژو لکه د لاجورد لارې، ټاپي پروژه او د ترانس-افغان رېل پټلۍ په افغانستان کې د سیاسي بېثباتۍ او ناامنیو په دلیل له جدي خنډونو سره مخ سوي دي.
خو وروستۍ خبرې اترې ښيي چې د سیمې هېوادونه لا هم د افغانستان د جغرافیایي موقعیت څخه د ترانزیتي ارتباطاتو د پلي کولو لپاره د ګټې اخیستنې په لټه کې دي.



