د افغان خبریالانو د نیونې او ایستنې زیاتوالی له پاکستانه

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د یوې نوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو، د نیولو او له پاکستان څخه د ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا یې یو خطرناک او اندېښمنوونکی اقدام بللی دی.
د افغان خبریالانو د نیونې او ایستنې زیاتوالی له پاکستانه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) په خپله وروستۍ اعلامیه کې د افغان خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو، د نیولو او له پاکستان څخه د ایستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا یې خطرناک او ناآراموونکی اقدام بللی دی.

د «نی» بنسټ ویلي، یو شمېر افغان خبریالان چې د طالبانو د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللي او هلته یې پناه اخیستې وه، اوس په هغه هېواد کې هم د نیونې، ایستنې او حتی بدچلندۍ له خطر سره مخ دي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې ددې خبریالانو افغانستان ته بېرته استول کولای سي هغوی د نیونې، شکنجې او ځپنې له جدي خطر سره مخ کړي، ځکه چې طالبانو تر دې مخکې هم څو څو ځله خبریالان پرته له دې چې کوم جرم یې کړی وي، نیولي، ځورولي او آن بندیان کړي دي.

«نی» له نړیوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړ کوونکو بنسټونو غوښتنه کړې چې د دې بهیر د درولو لپاره دې د پاکستان حکومت څخه پوښتنه وکړي او د هغو خبریالانو لپاره دې د ملاتړ او خوندي پناه زمینه برابره کړي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x