د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې په استانبول کې د افغانستان په اړه مهمه ناسته نږدې ده، اسحاق دار، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د سهشنبې په ورځ (د عقرب ۱۲مه) د دغه هېواد د سنا په غونډه کې څرګنده کړه چې هغه له امیرخان متقي، د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره څو ځله تلیفوني خبرې کړې دي.
د دار په وینا، دا اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو، امنیتي او بشري ترینګلتیاوو په اوج کې ترسره سوي، او دا د طالبانو هغه هڅه ښيي چې غواړي د اسلامآباد لهخوا د سیاسي او پوځي فشارونو د زیاتېدو مخه ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د دواړو هېوادونو د پخوانیو اړیکو ته په اشارې سره وویل: «د آیاېساېي پخواني مشر، جنرال فیض حمید، شتون د کابل کې په سرینا هوټل کې، د پاکستان لپاره درنه بیه درلوده.» دا څرګندونې د پاکستان له لوري د طالبانو په اړه د پالیسۍ د بیا کتنې نښه بلل کېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغو تماسونو په اړه هېڅ رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې. کارپوهان باور لري چې دا تماسونه د طالبانو د ډیپلوماټیکو هڅو برخه ده، څو د استانبول د ناستې تر مخه ترینګلتیاوې راکمې کړي او سیمهییز مشروعیت تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د کابل او اسلامآباد اړیکې په تېرو میاشتو کې خورا ترینګلې سوې دي.




