پاکستان د افغانستان د زلزله‌ځپلو سره د مرستې د چمتووالي اعلان وکړ

اسحاق دار، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان په شمال کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته، د دې طبیعي پېښې د پراخو تلفاتو او زیانونو له امله خپله خواشیني څرګنده کړې، او د پاکستان د چمتووالي خبر یې ورکړی چې له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړي.
پاکستان د افغانستان د زلزله‌ځپلو سره د مرستې د چمتووالي اعلان وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، اسحاق دار، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان په شمال کې د وروستۍ وژونکې زلزلې په غبرګون کې، د قربانیانو له کورنیو سره همدردي کړې او د ټپیانو د ژر رغېدو دعا یې کړې ده.

اسحاق دار د افغانستان په شمال کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته، د دې طبیعي پېښې د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو له امله خپله خواشیني څرګنده کړې او د وژل سویو کسانو له کورنیو سره یې همدردي کړې ده.

هغه د دوشنبې په ورځ، د عقرب ۱۲مه، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یو پیغام کې لیکلي: «د افغانستان په شمال کې د دې ویجاړوونکې زلزلې له رامنځته کېدو چې د ګڼ شمېر خلکو ژوند یې اخیستی او درانه زیانونه یې اړولي، ډېر خواشینی یم. د قربانیانو د کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم او د ټپیانو د ژر رغېدو دعا کوم.»

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې دغه هېواد تر دې مخکې هم د زلزله‌ځپلو سیمو سره د بشري همکاریو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه