د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي چې د ۴.۸ میلیاردو افغانیو په بودجې سره یې یو پنځه کلن پلان تصویب کړی دی، چې موخه یې د بزګرانو لپاره د بدیل عاید رامنځته کول او د خشخاش د کرنې کمول دي.
دا پلان د خشخاش د کرنې د بندیز په چوکاټ کې ترتیب سوی او موخه یې دا ده چې بزګرانو ته په زراعت، مالدارۍ او طبیعي سرچینو کې د حلالو او باثباته اقتصادي فرصتونو زمینه برابره کړي. د کرنې وزارت ویاند شیرمحمد حاتمي وویل: «دا پروګرام په باغدارۍ کې د پراختیا، د غلو د تولید زیاتوالي، د څارویو پالنې د پرمختګ، د اوبو لګونې د سیستمونو د ښه والي، د ګلخانې د جوړولو او د بزګرانو لپاره د ښوونیزو مرکزونو جوړولو پروژې شاملوي.»
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پلان د بشپړ تطبیق او د زراعتي تولیداتو د ارزښت د سلسلې د رامنځته کولو لپاره شاوخوا ۴.۷۹ میلیارده افغانۍ بودجې ته اړتیا ده. اټکل کېږي چې د دې پلان د تطبیق سره نږدې ۱۵۰ زره بزګر مستقیم او له یو میلیون څخه ډېر خلک غیر مستقیم ګټه پورته کړي.
د وزارت په وینا، د افغانستان د اقلیمي او اقتصادي شرایطو په نظر کې نیولو سره، د کرنې بدیل په توګه داسې نباتات لکه زعفران، آنغوزه، پنبه، غنم او نورو زراعتي محصولاتو ته وده ورکول کېږي. په ورته وخت کې، په شمال ختیځو ولایتونو کې یو شمېر بزګران د خشخاش د کرنې د منع کېدو وروسته د خپل معیشتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د بدخشان یو بزګر ویلي: «موږ د مجبوریت له مخې خشخاش کرل، خو تراوسه موږ هیڅ مشخصه مرسته نه ده ترلاسه کړې.»
د طالبانو د کرنې وزارت همدارنګه د ځینو مرسته کوونکو هېوادونو د همکارۍ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې یو شمېر پروژې عملي پیل سوې دي. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د بیا نیولو وروسته د خشخاش کرنه منع اعلان کړې او ادعا کوي چې د مخدره توکو پر ضد په مبارزه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.




