د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، د بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د وژونکې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ، د نړېوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د زیانمنو کسانو د عاجلې مرستې لپاره اقدام وکړي.
فایق د دوشنبې په ورځ، د عقرب ۱۲مه، په یوه پیغام کې په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې ولیکل: «په دې سختو شیبو کې، له قربانیانو او زیانمنو کسانو سره خپل تسلیت او یووالی څرګندوو، او له بشري بنسټونو غواړو چې هر څومره ژر چې امکان ولري، د دې پېښې د زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي.»
هغه همدارنګه له ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو او د مرستو رسوونکو بنسټونو وغوښتل چې د مرستو بهیر چټک او پیاوړی کړي څو د زلزلهځپلو خلکو عاجلې اړتیاوې پوره سي. ویل کېږي چې تېره شپه په بلخ ولایت کې د خُلم ولسوالۍ په سیمه کې د ۶.۳ ریشتر په کچه زلزله سوې ده، چې شدّت یې په ډېرو ولایتونو، کې احساس سوی دی. د زیانمنو کسانو د ژغورنې او مرستو عملیات لا هم دوام لري.




