د افغانستان د ښځو د امیندوارۍ پټ روغتیایي بحران

د افغانستان د ښځو د امیندوارۍ پټ روغتیایي بحران

د ښځو د امیندوارۍ روغتیا یوازې یو تخنیکي یا خدماتي موضوع نه ده؛ بلکې د انسان له کرامت، د ژوند له حق او د ښځو له ټولنیز مقام سره یو نه‌بېلېدونکی تړاو لري.

د دې برخې له پامه غورځول، د هېواد د نفوس نیمایي او د راتلونکو نسلونو د راتلونکي له پامه غورځولو معنا لري. د اساسي درملو کموالی او د ښځو لپاره د روغتیایي خدماتو د لاسرسي محدودیتونه په افغانستان کې په یو بشري ناورین بدل سوي دي؛ داسې ناورین چې هره ورځ د زرګونو ښځو او نویو زېږېدونکو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) په خپل تازه راپور کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان روغتیایي نظام، په ځانګړي ډول د امیندوارۍ روغتیا په برخه کې، په خورا نازک او اندېښمن حالت کې دی. په داسې حال کې چې پراخ فقر، ناامني، او د عامه خدماتو د بنسټونو ړنګېدل د افغانستان پر روغتیایي نظام دروند فشار راوړی، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار کولو بندیزونه د مؤثرو روغتیایي خدماتو په وړاندې یو له اصلي خنډونو څخه ګرځېدلي دي.

دا محدودیتونه نه‌ یوازې د ښځینه روغتیاپالو حضور ته زیان رسوي، بلکې د نورو ښځو لپاره د امیندوارۍ، زېږون او د نویو ماشومانو د روغتیا اړینې پاملرنې ته د لاسرسي مخه هم نیسي. په ډېرو لرو پرتو سیمو کې د لومړنیو امکاناتو نشتوالی لکه درمل، د زېږون وسایل او روزل سوې قابله‌ګانې ښځې دې ته اړ باسي چې په کورونو کې، بې له طبي مرستې، زېږون وکړي. دې وضعیت د میندو او نویو زېږېدونکو ماشومانو د مړینې کچه په اندېښمنه توګه لوړه کړې ده.

د نړیوالو ادارو د ارزونو له مخې، افغانستان اوس له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، او که دا وضعیت دوام وکړي، دا شمېر به لا پسې زیات سي. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق او د افغانستان د بشري مرستو صندوق ګډې هڅې، لکه د آقچې ولسوالۍ په روغتون کې د خدماتو د ښه‌والي پروګرامونه، مثبت ګامونه دي، خو دا اقدامات د هېواد د پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ بسنه نه کوي.

که نړیواله ټولنه او د هېواد دننه بنسټونه د مالي او بشري سرچینو د برابرولو له لارې د امیندوارۍ د روغتیا شبکه بېرته ونه رغول سي، دا اوسنی بحران به په یو اوږدمهاله او نه‌جبرانېدونکي ناورین بدل سي. د ښځو د امیندوارۍ روغتیا یوازې یو تخنیکي موضوع نه ده؛ بلکې له انساني کرامت، د ژوند له حق او د ښځو له ټولنیز مقام سره ژور تړاو لري. د دې له پامه غورځول، د هېواد د ښځو او د راتلونکو نسلونو له برخلیک سره د بې‌پروایۍ معنا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه