خلیل‌زاد: د پاکستان وزیران د افغانستان په اړه د «ښه او بد پولیس» رول لوبوي

زلمی خلیل‌زاد، د پاکستان د کورنیو او دفاع وزیرانو وروستۍ څرګندونې متناقضې بللې او ویلي یې دي چې داسې ښکاري دا دواړه چارواکي د افغانستان په وړاندې د «ښه او بد پولیس» رول لوبوي.
خلیل‌زاد: د پاکستان وزیران د افغانستان په اړه د «ښه او بد پولیس» رول لوبوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې پخوانی استازی، د پاکستان د چارواکو د متضادو دریځونو په اړه وویل، اسلام‌آباد د افغانستان په اړه ګډوډ او متناقض سیاست تعقیبوي.

نوموړي په ټولنیزو شبکو کې پیغام کې لیکلي: «ایا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نقوي او د دفاع وزیر خواجه آصف د ښه پولیس او بد پولیس رول لوبوي؟ که دا چې نقوي هوښیار دی او پوهېږي چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې پیل د پاکستان په ګټه نه دی او یو بې‌احتیاطه اقدام ګڼل کېږي؟ هر دلیل چې وي، هغه سم وایي: دیپلوماسي یوازینۍ عاقلانه لار ده.»

خلیل‌زاد د دیپلوماسۍ پر ارزښت ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول جګړه «سخته غیرعاقلانه» ده او د دواړو هېوادونو لپاره به خطرناک عواقب ولري.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران په سفر کې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اختلافونه باید د خبرو له لارې حل سي؛ په داسې حال کې چې د دفاع وزیر خواجه آصف مخکې طالبانو ته ګواښ کړی وو چې د هغوی رژیم د نسکورېدو په درشل کې دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه