د طالبانو او پاکستان دویم پړاو خبرې اترې په ترکیه کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو چې د ترهګرو سرحدي ډلو د څارنې او د هغوی پر وړاندې د ګډ عمل د میکانېزم د رامنځته کولو په موخه د درې ورځو لپاره په استانبول کې ترسره سوې، بې‌نتیجې پای ته رسېدلی دی.
د طالبانو او پاکستان دویم پړاو خبرې اترې په ترکیه کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو د سه‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یو امنیتي مقام له قوله ویلي چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ د ترکیې په خبرو کې هېڅ ډول هوکړه رامنځته نه سوه او دواړو خواوو د خبرو مېز پرېښی دی. دغه پړاو خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دایرې سوې وې، او موخه‌یې دایمي اوربند او د پولو هاخوا ترهګرو ډلو د څارنې ګډ سیستم جوړول وو. له درې ورځو خبرو وروسته دواړو خواوو یو بل پر نه‌هوکړې کولو تورن کړل.

طالبانو ویلي چې پاکستان ترې غوښتي دي څو د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه ومني او پر ضد یې اقدام وکړي. پاکستاني چارواکو بیا مخکې ویلي وو چې د طالبانو پلاوی چې په استانبول کې ګډون کړی، د خپلواک تصمیم نیولو صلاحیت نه لري او د پرېکړو لپاره باید له کندهار او کابل څخه لارښوونه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف مخکې خبرداری ورکړی وو، که دا خبرې بې‌نتیجې پاتې سي، اسلام‌آباد ښايي له طالبانو سره نظامي جګړه پیل کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه