ایران او طالبان د سرحدي نښو د نوې کولو د پروژې د بیا پيل په اړه هوکړې ته رسېدلي

کاظم غریب‌آبادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، په کابل کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو له وزیر، نورالله نوري، سره لیدلي دي.
ایران او طالبان د سرحدي نښو د نوې کولو د پروژې د بیا پيل په اړه هوکړې ته رسېدلي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، کاظم غریب‌آبادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، د خپل سفر پر مهال کابل ته رسېدلی او د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر نورالله نوري سره یې د دواړو هېوادونو د سرحدي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران سفارت په کابل کې په خپره سوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې دواړه لوري د هغو نښو د نوې کولو د پروژې د بیا پيل په اړه سلا ته رسېدلي چې شاوخوا اووه کاله وړاندې درېدلې وه.

همدارنګه، دواړو خواوو د ناقانونه تګ راتګ، د انسانانو د قاچاق او د نشه يي موادو د تېرېدو پر ضد د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د دواړو هېوادونو چارواکو هیله څرګنده کړې چې د نوو هوکړو له پلي کېدو سره به د تهران او کابل ترمنځ د همکاریو کچه لوړه سي او د ګډو پولو د لا اغېزمنې څارنې زمینه به برابره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه