د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوهم پړاو خبرې اترې په ترکیه کې د درېیمې ورځې لپاره ادامه لري او د طالبانو حکومت په دې باور دی چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل سي.
مجاهد د مذاکراتو د ادامې پر ټینګار وویل چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د پاکستان سره اختلافات د ډیپلوماټیکو لارو او خبرو اترو له لارې حل کړي. هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې که هر هېواد پر افغانستان برید وکړي، د طالبانو حکومت به ورته مشابه ځواب ورکړي.




