د کندهار د انارو لومړنۍ ۲۵ ټُنه جوپه روسیې ته صادر سوه

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو په وینا، د انارو د لومړۍ سوداګریزې جوپې وزن شاوخوا ۲۵ ټُنه دی، او اټکل کېږي چې دا شمېر به د روان میلادي کال تر پایه ۲۵۰ ټُنو ته ورسېږي.
د کندهار د انارو لومړنۍ ۲۵ ټُنه جوپه روسیې ته صادر سوه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، یو خصوصي شرکت د لومړي ځل لپاره د کندهار له ولایت څخه روسیې ته د انارو د صادراتو بهیر پیل کړی دی.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، په لومړۍ سوداګریزه جوپه کې شاوخوا ۲۵ ټُنه انار روسیې ته صادر سوي دي، او تمه ده چې د کال تر پایه دا اندازه تر ۲۵۰ ټُنو لوړه سي.

کندهار د افغانستان د انارو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، او هر کال یې د انارو د حاصلاتو لویه برخه د سیمې هېوادونو ته صادریږي. د روسیې لوري ته د صادراتو پیل به د افغان سوداګرو لپاره نوی بازار پرانیزي او د بزګرانو عواید زیات کړي، همدارنګه د افغانستان د غیر نفتي صادراتو د پراختیا لپاره به یو مهم ګام وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه