تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر د اکو په ناسته کې د ګډون لپاره

د طالبانو یو پلاوی د محمد ابراهیم صدر، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال، په مشرۍ (یک‌شنبه، د لړم ۴مه) د اقتصادي همکاریو د سازمان (ECO) په څلورمه ناسته کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.
تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر د اکو په ناسته کې د ګډون لپاره

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې یو پلاوی د محمد ابراهیم صدر په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی.

قانع دا خبر د یک‌شنبې په ورځ، د لړم په څلورمه، د خپل رسمي ایکس حساب له لارې خپور کړی او زیاته یې کړې چې دغه طالب چارواکی د اکو د سازمان په څلورمه ناسته کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی. نوموړي ویلي چې د دې سفر موخه، د اکو په ناسته کې ګډون تر څنګ، د طالبانو د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا له سیمه‌ییزو هېوادونو سره ده.

د طالبانو د چارواکو سفرونه ګاونډیو هېوادونو ته په داسې حال کې روان دي چې دا ډله هڅه کوي خپلې سیمه‌ییزې اړیکې ټینګې کړي، خو لا هم د ډېرو هېوادونو له‌خوا د رسمي حکومت په توګه نه ده پېژندل سوې.

۱۱:۱۹

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه