د اسامه بن لادن د تېښتې په اړه نوې جزیات افشا سول

جان کریاکو، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پخوانی مامور او په پاکستان کې د دې ادارې د ترهګرۍ ضد څانګې پخوانی مشر، په یوه تازه مرکه کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د افغانستان څخه پاکستان ته د تېښتې نوې جزیات څرګند کړي دي.
د اسامه بن لادن د تېښتې په اړه نوې جزیات افشا سول

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، جان کریاکو، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پخوانی مامور او په پاکستان کې د دې ادارې د ترهګرۍ ضد څانګې پخوانی مشر، په یوه تازه مرکه کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د افغانستان څخه پاکستان ته د تېښتې نوې جزیات څرګند کړي دي.

جان کریاکو، د امریکا د استخباراتو پخوانی افسر، په خپله مرکه کې له ای‌اېن‌ای (ANA) خبري آژانس سره ویلي، چې بن لادن د ۲۰۰۱ کال د امریکا له پوځي بریدونو وروسته، د ښځو جامې په تن کړي وې او د شپې په تیاره کې له ننگرهاره پاکستان ته تښتېدلی وو. نوموړي زیاته کړې: «په ۲۰۰۱ کال کې چې امریکایي ځواکونو د توره‌بورې په سیمه کې د بن لادن او د هغه د ملګرو محاصره وکړه او ترې یې وغوښتل چې تسلیم سي، د القاعده جنګیالیو د عملیاتو له یوه امریکایي ژباړن څخه وغوښتل چې لږ مهلت ورکړي، څو ښځې او ماشومان ووځي، بیا به دوی تسلیم سي.»

کریاکو وايي، بن لادن د همدې فرصت په جریان کې د ښځو جامې واغوستې او د ښځو او ماشومانو په منځ کې د شپې د یو موټر له لارې له ننگرهاره پاکستان ته وتښتېد. د دې پخواني CIA افسر په وینا، دا تېښته د ځینو سیمه‌ییزو او محلي څېرو په همغږۍ ترسره سوې وه، او هغه ژباړن چې له امریکایي ځواکونو سره وو، د القاعده جاسوس وو. د بن لادن د بڼې بدلون هدف دا وو چې د لارو د تلاشي له پوستو پرته له شک راووځي.

دا افشاګري په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم د افغانستان څخه پاکستان ته د بن لادن د تګ په اړه ګڼ اټکلونه سوي وو، خو د کریاکو دا نوې خبره یو ځل بیا د هغو استخباراتي او سیمه‌ییزو شبکو په اړه پوښتنې راپورته کوي چې د دې تېښتې په اسانتیا کې ښکېل وې. یادونه کېږي، اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې میاشت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان د ایبټ‌اباد په ښار کې ووژل سو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه