طالبانو د سولې د احتمالي هوکړې وروستی طرحه پاکستان ته وسپارله

باوري سرچینې وایي، له څو ساعته اوږدو خبرو اترو وروسته چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې وسوې، د طالبانو پلاوي د سولې د احتمالي هوکړې وروستی طرحه پاکستاني لوري ته سپارلې ده.
طالبانو د سولې د احتمالي هوکړې وروستی طرحه پاکستان ته وسپارله

د راپور له مخې، د طالبانو په وړاندیزي متن کې «د افغانستان د خاورې او هوايي حریم د نه‌نقض» پر اصل ټینګار سوی، او له بلې خوا طالبانو ټینګار کړې چې د پاکستان له خاورې دې د هغو ډلو فعالیت ته اجازه نه ورکول کیږي چې د طالبانو مخالفین بلل کېږي. دا خبرې چې د تړلو دروازو تر شا ترسره سوې، د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستیو پولو له ترینګلتیا وروسته، دوهم پړاو خبرې ګڼل کېږي.

دا خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب سوي دي. باوري سرچینې وایي، د طالبانو وړاندیز سوی متن اوس د پاکستاني پلاوي تر غور لاندې دی، او ټاکل سوې چې له اړوندو بنسټونو سره تر سلا مشورو وروسته په اسلام‌آباد کې رسمي ځواب وړاندې سي. تر اوسه د طرحې د دقیقو جزئیاتو یا د پاکستان د رسمي غبرګون په اړه نور معلومات نه‌دي خپاره سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه