د معمار د خبری آژانس د خبر له مخې، په اوسط ډول شاوخوا ۱۳ زره کسان د پاکستان له پولو افغانستان ته اوړي، چې په کې پیاده روان، ناروغان، سوداګر، سیلانیان او ټرانسپورټران شامل دي.
په داسې حال کې چې پاکستان له افغانستان سره پر پوله د اسانتیاوو د زیاتوالي اعلان کوي، تل راپورونه ښيي چې د پاکستان سرحدي ځواکونه له افغان مسافرو سره ناوړه چلند کوي او په پوله د دوی او سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ ځنډوي.