د طالبانو او پاکستان د اوربند خبرې؛ د دوحې له هوکړې وروسته د طالبانو پلاوی ترکیې ته ولاړ

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، اعلان کړی چې د دغې ډلې یو پلاوی د پاکستان سره د اوربند د خبرو د دوام لپاره د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ ترکیې ته تللی دی.
د طالبانو او پاکستان د اوربند خبرې؛ د دوحې له هوکړې وروسته د طالبانو پلاوی ترکیې ته ولاړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دوحې له اوربند وروسته، ټاکل سوې ده چې د خبرو دوهم پړاو د سرحدي ترینګلتیاوو د کمولو په موخه په ترکیه کې ترسره سي. ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د لړم دویمه) ویلي، د طالبانو پلاوی د حاجي نجیب، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ، د دغو خبرو لپاره ترکیې ته سفر کړی دی.

نوموړي، که څه هم د ناستې د دقیقې نېټې او وخت په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو ټینګار یې کړی چې په دې خبرو کې به د دواړو خواوو ترمنځ د پاتې مسئلو په اړه بحث او د نظر تبادله وسي. وروستیو سرحدي نښتو په ځانګړې توګه د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې، درانه ملکي تلفات او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

په همدې حال کې، د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سرحدي سوداګرۍ بشپړ بندېدل هره ورځ سوداګرو ته د میلیونونو افغانیو زیان اړوي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) په څېر د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په وړاندې بې‌پروا دي، خو طالبان دغه تورونه په قاطع ډول ردوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه