اسلام‌آباد د څار ځانګړی میکانیزم غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلام‌آباد تمه لري د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول په ناسته کې یو ځانګړی نظارتي میکانیزم رامنځته سي څو د دې هېواد د امنیتي اندېښنو د حل لپاره کار وکړي.
اسلام‌آباد د څار ځانګړی میکانیزم غواړي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، طاهر حسین اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې اسلام‌آباد نه‌ غواړي له افغانستان سره ترینګلتیا زیاته کړي، خو له طالبانو غواړي چې د ترهګرۍ ضد خپلو ژمنو ته وفادار پاتې سي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان تمه لري طالبان د هغو ډلو پر وړاندې د باور وړ او تصدیق کېدونکي اقدامات ترسره کړي، لکه د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) او د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ (BLA). د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي په استانبول کې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو پر مهال داسې میکانیزم جوړ سي چې د امنیتي اندېښنو د څار او ارزونې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

یاده ناسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوحې د بېړني اوربند له تړون وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره کېږي. د اعلانونو له مخې، دا ناسته سبا د دواړو هېوادونو د رسمي پلاوو په ګډون ترسره کېږي. طالبانو هم تائید کړې چې د دوی پلاوی د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه