د طالبانو او روسیې ترمنځ د تعلیمي همکاریو پراختیا؛ د دیپلوماتانو روزنه د بحث اصلي محور

د روسیې د علم او فرهنګ مرکز په کابل کې خبر ورکړی چې د دې مرکز مسؤلینو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دیپلوماسۍ د انستیتوت له چارواکو سره تازه لیدنه او خبرې کړې دي.
د طالبانو او روسیې ترمنځ د تعلیمي همکاریو پراختیا؛ د دیپلوماتانو روزنه د بحث اصلي محور

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د علم او فرهنګ مرکز په کابل کې خبر ورکړی چې د دې مرکز مسؤلینو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دیپلوماسۍ د انستیتوت له چارواکو سره تازه لیدنه او خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د طالبانو د دیپلوماتانو لپاره د روزنیزو او تخصصي پروګرامونو د ترسره کولو په اړه سلا مشورې کړي دي. سرګي ستوپاچف، د روسیې د علم او فرهنګ د مرکز رئیس، او نورالله اعزام، د طالبانو د دیپلوماسۍ د انستیتوت مشر، په دې ناسته کې د کابل او مسکو ترمنځ د فرهنګي او تعلیمي همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی دی. د یاد مرکز په وینا، په خبرو کې داسې طرحې مطرح سوې لکه د روسي ژبې زده‌کړې پروګرامونه، د روسي متخصصینو په ګډون آنلاین سیمینارونه، او د افغانستان د راتلونکو دیپلوماتانو د روزنې پروګرامونه.

همدارنګه، مسکو د دې همکارۍ په چوکاټ کې د روسي کلاسیکو ادبي آثارو یو لړ ټولګه او اړوند تعلیمي مواد د طالبانو د دیپلوماسۍ انستیتوت ته ډالۍ کړي دي. یادې اړیکې داسې مهال پراخېږي چې د طالبانو حکومت لا هم د هېڅ هېواد له‌خوا رسمي نه دی پېژندل سوی، خو د سیمې هېوادونه هڅه کوي له کابل سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې ورو ورو پراخې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه