د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دا څرګندونې د منځني ختیځ د سفر پر مهال، د «ایرفورس وان» الوتکې دننه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. هغه وویل: «ما اورېدلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده.» ټرمپ زیاته کړه چې دی ځان د شخړو او جګړو د حل په برخه کې وړ او تجربهکار بولي، او که اړتیا وي، د منځګړیتوب لپاره چمتو دی. هغه وویل: «اورېدلي مې دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه سوې، زه د جګړو په حل او سولې په رامنځته کولو کې مهارت لرم.» ټرمپ دا هم وویل چې دی د مداخلې لپاره چمتو کېږي او تر خپلې روانې دندې وروسته حاضر دی د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د حل په بهیر کې رول ولوبوي. دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو ورځو کې سختې ترینګلې سوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو راپورونه ورکړل سوي دي. ټرمپ مخکې هم څو ځله ویلي وو چې که په واک کې پاتې سوی وای، نو د نړۍ اوسني کړکېچونه لکه د اوکراین جګړه او د منځني ختیځ شخړې به نه وای رامنځته سوې. تراوسه د طالبانو او اسلامآباد چارواکو د ټرمپ د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.
- د طالبانو او پاکستان جګړه
ډونالډ ټرمپ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په غبرګون کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په اړه خبر دی او چمتو دی د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

- 56
- کې خپور شو 1:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 153641
- October 13, 2025
- کې خپور شو 1:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 153641
- October 13, 2025
- آخرین اخبار پاکستان
- تازه تازه 11:55 - October 16, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=153641
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د مخابراتو په برخه کې د سل میلیونه ډالرو پانګونه
15:29 - January 8, 2026

د طالبانو په مهمو وزارتونو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه
15:03 - January 8, 2026


د خلکو شکایت د طالبانو د بي توجهی څخه د کاري بحران په وړاندي
14:56 - January 8, 2026