د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له خلکو سره د پیوستون د دوام غوښتنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (د قوس ۱۹مه) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د بشري حقونو ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې طالبان په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د افغانستان خلک د حقونو تر پښو لاندې کیدلو او د اوسنیو ناخوالو پر وړاندې مقاومت کوي. د بشري حقونو د ملاتړ دغه نړیوال سازمان ویلي دي: «راځئ چې د افغانستان له خلکو سره په ګډه اړیکو ته دوام ورکړو. د ډسمبر لسمه په نړۍ په جنتري کې د بشري حقونو د ورځې په توګه نومول شوې ده. سږکال دا ورځ په داسې حال کې راغله چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په پروان کې شاوخوا ۳۰ تنه تورن نارینه او ښځې د زرګونو خلکو په مخ کې په چړو ووهلې.

- 51
- کې خپور شو 9:07 ق.ظ
- د خبر شمیره 1526
- December 11, 2022
- کې خپور شو 9:07 ق.ظ
- د خبر شمیره 1526
- December 11, 2022
- خبرونه
- تازه تازه 09:07 - December 11, 2022
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1526
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



