طالبانو د انټرنېټ د فلټر کولو او د ټولنیزو شبکو د بندولو طرحه پیل کړې

طالبانو د انټرنېټ د فلټر کولو او د ټولنیزو شبکو د بندولو طرحه پیل کړې
طالبانو د انټرنېټ د فلټر کولو او د ټولنیزو شبکو د بندولو طرحه پیل کړې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، باوري سرچینو د سه‌شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د طالبانو سرپرست حکومت پرېکړه کړې چې د ټول افغانستان په کچه د آزاد انټرنېټ لاسرسی محدود کړي او ځینې ټولنیزې شبکې، لکه فېسبوک، انسټاګرام، ټېلېګرام او ټېک‌ټاک، بندې کړي.

د دغو راپورونو له مخې، سه شنبه د میزان ۱۵مې څخه، د سنپ‌چټ او انسټاګرام شبکې په ډېرو ولایتونو کې د کاروونکو له لاسرسي وتلې دي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سه‌شنبې په ورځ له مخابراتي شرکتونو سره په یوه غونډه کې د انټرنېټ د کنټرول او په پراخه کچه د فلټر کولو نوې طرح وړاندې کړې ده. طالبانو له دغو شرکتونو غوښتي چې د دې طرحې په پلي کولو کې بشپړه همکاري وکړي.

سرچینې زیاتوي چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو چارواکو له انټرنېټ وېشونکو شرکتونو سره جلا مشورتي غونډې ترسره کړې دي څو د ټولنیزو شبکو د فلټر کولو تخنیکي او عملي لارې وڅېړي.

ځینې کارپوهان باور لري چې دا اقدام د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د معلوماتو ازاد جریان مهار او د انتقاد فضا په مجازي نړۍ کې محدوده کړي، په داسې حال کې چې د بیان د آزادۍ مدافع بنسټونو د دې پرېکړې د ټولنې او رسنیو پر وضعیت د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه