د ملګرو ملتونو خبرداری: په افغانستان کې د ښځو لیرې کول په چټکۍ روان دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي د “ښځې، سوله او امنیت” د امنیت شورا په غونډه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو منظم لیرې کول د عامه ژوند له ټولو برخو څخه په چټکۍ سره روان دي، او دا بهیر د زده‌کړې، کار، روغتیایي پاملرنې او عدالت په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مل دی.
د ملګرو ملتونو خبرداری: په افغانستان کې د ښځو لیرې کول په چټکۍ روان دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د “ښځې، سوله او امنیت” د امنیت شورا په غونډه کې څرګنده کړه چې د افغانستان له عامه ژوند څخه د ښځو او انجونو منظم حذف او لیرې کول په چټکۍ روان دي. هغه زیاته کړه چې دا بهیر د زده‌کړې، کار، روغتیایي خدمتونو او عدالت ته د «ډارونکو» محدودیتونو سره مل دی، او د جنسیتي تاوتریخوالي او د میندو مړینې وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

سیما باهوس، چې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره ده، هم په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له سختو کړاوونو سره مخ دي. هغې زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې پرله‌پسې څارنو ښودلې چې د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي، که نارینه وي او که ښځینه، باور لري چې انجونې باید د منځنۍ زده‌کړې حق ولري. همدارنګه دا د پام وړ ده چې د افغان ښځو ډېری برخه لا هم هیله لري چې یوه ورځ خپلو ارمانونو ته ورسېږي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې سوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون (د میزان ۱۴مه) د څېړنې یو خپلواک میکانیزم تصویب کړ څو د افغانستان د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړي، او د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ دنده یې د یو بل کال لپاره وغځوله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي او د ښځو د برخې مشره دواړو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ښځو او انجونو د حقونو د ملاتړ او د ځپلو د پای ته رسولو لپاره ګډ عمل وکړي. دې غونډې همدارنګه د نړیوالې بې‌ثباتۍ او د هغې د اغېزو په اړه، په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو او انجونو پر وضعیت، اندېښنې څرګندې کړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه