د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، اروپایي اتحادیې د استوګنې نړیوالې ورځې په مناسبت د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۶مه، یو ځل بیا خپله ژمنتیا اعلان کړه چې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره، په ځانګړي ډول د کورنیو بېځایه سوو او بېرته راګرځېدونکو لپاره، خوندي او دوامدار کورونه جوړ کړي. په دې اعلامیه کې ټینګار سوی چې د طبیعي آفتونو پر وړاندې د مقاومت وړ او مناسب استوګنځایونو ته د لاسرسي تضمین ددې اتحادیې له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. په اعلامیه کې راغلي دي: «اروپایي اتحادیه هڅه کوي د افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زغم وړتیا زیاته کړي او د دې هېواد د خلکو لپاره خوندي او دوامداره ژوند رامنځته کړي.» دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان ښارونه د چټک نفوس د زیاتوالي، د بنسټیزو تاسیساتو د کمښت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي، او د خوندي او دوامدار استوګنځایونو اړتیا تر بل هر وخت زیاته احساسېږي.
- د اروپایې اتحادیې ژمنتیا په افغانستان کې د خوندي استوګنځایونو لپاره
اروپایي اتحادیې د استوګنې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د بېځایه سوو او بېرته راګرځېدونکو لپاره د خوندي استوګنځایونو د برابرولو ژمنتیا څرګنده کړه.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152075
- کې خپور شو 5:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 152075
- October 7, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152075
- کې خپور شو 5:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 152075
- October 7, 2025
- آخرین بروزرسانی 17:03 - October 7, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



