د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې پروګرام د استوګنې نړیوالی ورځې په درشل کې له افغانستان څخه د بېرته ستنېدونکو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړی دی. یاد پروګرام د یکشنبې په ورځ، د میزان په ۱۳مه، د «استوګنې نړیوالې ورځې» په مناسبت په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې دا حالت د ښاري ژوند د چټک زیاتوالی لامل سوی. ددې پروګرام په وینا، د بېرته ستنېدونکو مېشتېدل په ښارونو کې د لا مخکې کمزورو خدماتو پر وړاندې پراخ فشار رامنځته کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې پروګرام زیاته کړې: «داستوګنې په نړیواله ورځ، له خپلو شریکانو غواړو چې د حیاتي زیربناوو او بنسټیزو خدماتو په برخه کې پانګونه وکړي، تر څو د افغانستان ښارونه وکولای سي خپله وړتیا لوړه کړي، له شرایطو سره عیار سي، پرمختګ وکړي او د دوامدارې ودې پر لور ګام واخلي.» یاد پروګرام تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانستان پلازمېنه کابل د هېواد له ټول ښاري نفوس څخه تر ۴۰ سلنې زیات خلک پخپل منځ کې ځای پر ځای کړي دي. د دې ادارې د شمېرو له مخې، ډېری بېرته ستنېدونکي مهاجر په ښاري سیمو کې مېشتېږي، چې دا چاره د ښارونو د چټک پراختیا او د محدودو ښاري خدماتو پر وړاندې د فشار د زیاتېدو سبب سوې ده.
- د ښاري ژوند کړکېچ — د افغانستان لپاره نوې ننګونه
د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې پروګرام د استوګنې نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي چې د افغانستان ښارونو ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر په بېسارې توګه زیات سوی، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د حیاتي زیربناوو او بنسټیزو خدماتو په برخه کې پانګونه وکړي.

- 54
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152024
- کې خپور شو 1:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 152024
- October 7, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152024
- کې خپور شو 1:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 152024
- October 7, 2025
- آخرین بروزرسانی 13:37 - October 7, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



