نعیم وردګ: افغان ولس د چړې، حد او غچ هرکلی کوي

معمار وحدت

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي وردک له بي بي سي سره په خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې د وهلو، اعدام او قصاص په څېر کړنې د اسلام ثابت اصول دي او زیاته یې کړه چې دا ډول کړنې هم په اسلامي هېوادونو کې د عدالت د پلي کېدو لپاره کېږي. په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وايي، د افغانستان خلک د قصاص، دُرو د وهلو او اعدام غوښتنه کوي. د قصاص سزا د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د لومړي ځل لپاره نافذه شوه. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت لوړ پوړي مشران د افغانستان له پلازمېنې کابل څخه د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت ته تللي وو چې د یوه سړي د قصاص په تور د اعدام سزا له نږدې وګوري. د دغې سزا عملي کېدل پراخ غبرګونونه راپارولي او د ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، امریکا، فرانسې او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو دا کار په کلکه غندلی دی.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د اسلام قلعه، نیمروز او ابو نصر فراهي ګمرکونو د کاري ساعتونو د زیاتوالي اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x