د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې:د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له جوزف بورل سره د خپلو خبرو په اړه په خپله شخصی پاڼه کې ولیکل که امریکا او درې اروپایی هیوادونه فکر کوی په دباو او اوزار جوړولو سره په مزاکراتو کې امتیاز اخیستلې شی نو حتما تیروتنه کوی .
له دې مخکې د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی هم ټینګار کړی وو امریکایی چارواکو ته پته ده ایران تر دباو یا په ګواښ سره مزاکراتو او امتیاز ورکولو ته چمتو ندې ، موافقه خپل منطق لری او د برجام په مزاکراتو سره د ایران دریځ په بشپړه روښانه دې .
په ویاناکې د مزاکراتو میاشتو میاشتو تجروبې وښودله چی سپینه ماڼۍ د داخلی مشکلاتو او د صیهونیسټ رژیم د دباونو په دلیل ایټمی موافقې ته د ستنیدا لپاره د فیصلې کولو قدرت نلری او له دې امله د ګناهکار ښودلو او ایران پرضد د جالی الټی میټمونو ټاکلو تاکتیک ته مخه کړی ده .