د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې ویلي چې د هېواد په ختیځو سیمو کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن سوي خلک له جدي بشري اړتیاوو سره مخ دي. اوچا د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۳۱مه، په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې وروستیو زلزلو ګڼ کلي او د اوسېدو سیمې په بشپړ ډول ورانې کړي او ډېر شمېر کورنۍ یې بېسرپناه کړې دي. دغه بنسټ ویلي، زیانمن سوي خلک په بېړني ډول د سرپناه، خوراکي توکو، درملو، پاکو څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو او د هغوی نړیوالو شریکانو د دې بحران د ځواب لپاره یو څلور میاشتنی بیړنی پروګرام په لاره اچولی دی. اوچا له نړېوالې ټولنې غوښتي چې د مالي مرستو په برابرولو سره دې د زلزله ځپلو او په افغانستان کې د روانو نورو بحرانونو د مرستو له بهیر سره ملاتړ وکړي. په همدې حال کې، نړیوالو مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د ژمي له نږدې کېدو سره، که د زیانمنو لپاره نوي کورونه جوړ نسي، هغوی به له یخنۍ او نوو بشري ستونزو سره مخ سي
- د زلزله ځپلو لپاره بیړنۍ مرسته
د اوچا دفتر اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې زرګونه خلک، چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن سوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې پکښې د سرپناه، خوړو، درملو، اوبو او روغتیايي خدمتونه شامل دي.

- 60
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149723
- کې خپور شو 2:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 149723
- September 23, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149723
- کې خپور شو 2:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 149723
- September 23, 2025
- آخرین بروزرسانی 14:00 - September 23, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



