د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په تازه ناسته کې، چې د ملا عبدالغني برادر آخوند، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ ترسره سوه، د کانونو د پروسس او صادراتو د پالیسي طرحه تصویب سوه. د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، دا پالیسي د څو مهمو موخو لپاره جوړه سوې ده • د کانونو د موادو پروسس د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جذب، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، او په کور دننه د خلکو لپاره د کارموندنې فرصتونه برابرول. په دې غونډه کې همدارنګه د هیواد په مهمو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو طرحه تأیید سوه. د دې طرحې له مخې، د ۹ وزارتونو او دولتي ادارو لپاره ځانګړي لابراتوارونه جوړېږي، چې هر یو به یې په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ سي.
- د کانونو د صنعت د ودې لپاره د طالبانو نوې تګلاره
د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په تازه ناسته کې، چې د ملا عبدالغني برادر آخوند، په مشرۍ ترسره سوه، د کانونو د پروسس او صادراتو د پالیسي طرحه تصویب سوه.

- 72
- کې خپور شو 2:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 149542
- September 22, 2025
- کې خپور شو 2:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 149542
- September 22, 2025
- تازه تازه 14:24 - September 22, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149542
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



