په افغانستان کې د انټرنېټ پرې کیدل؛ پکتیکا یولسم ولایت پرته له انټرنېټه

د پکتیکا ولایت ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت فایبر نوري انټرنېټ پری سوی او خلک په خپلو ورځنیو چارو او ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د انټرنېټ پرې کیدل؛ پکتیکا یولسم ولایت پرته له انټرنېټه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو لخوا د انټرنېټ د محدودیتونو د پراختیا په ترڅ کې، پکتیکا ولایت هم د هغو ولایتونو په لړ کې شامل سو چې پکښې د انټرنېټ او فایبر نوري خدمتونه بند سوي دي.

ځايي سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د دې خدماتو بندیدل د سوداګریزو فعالیتونو او خلکو ته د آنلاین خدمتونو د لاسرسي په برخه کې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

خو تر اوسه د طالبانو د ادارو له خوا د دې ولایت د انټرنېټ د قطع کولو په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره سوې.

راپورونه ښيي چې مخکې په یو شمیر ولایتونو لکه بلخ، قندهار، هلمند، هرات، ارزګان او نیمروز او وروسته په کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې د فایبر نوري خدمات په بشپړ ډول بند سوي و.

په دې توګه، پکتیکا یولسم ولایت دی چې اوسیدونکی یې د فایبر نوري انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه