په افغانستان کې د انټرنټ پرې کېدل؛ زرګونه زده‌کوونکي او محصلین له انلاین زده‌کړو او ټولګیو بې‌برخې سول

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بې‌سیم انټرنټ پرې کېدل، زرګونه افغان زده‌کوونکي او محصلین، په ځانګړي ډول انجونې، له انلاین ټولګیو بې‌برخې کړي.
بازماندن هزاران دانش‌آموز پس از قطع اینترنت گسترده از صنف‌های آنلاین

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د افغانستان په کچه د انټرنټ د محدودولو لپاره سوې، زرګونه زده‌کوونکي او محصلین یې د انلاین ټولګیو له ګډونه محروم کړي دي.

یاد محدودیتونه د طالبانو د پراخې تګلارې یوه برخه بلل کېږي چې موخه یې په هېواد کې د انټرنټ او ډیجیټلي زده‌کړو د لاسرسي کنټرول دی.

یوې زده‌کوونکې ویلي: «کله چې طالبانو انټرنټ بند کړ، د انلاین ښوونځیو دروازې هم پر نجونو وتړل سوې. موږ د شپې لخوا هم هڅه وکړه چې درسي موادو ته لاسرسی ولرو، خو د انټرنټ ډېر کمزوری سرعت زموږ د زده‌کړو مخه ونیوله.»

د یوه انلاین ښوونځي مسؤل هم تأیید کړی چې لسګونه ښوونکي او زده‌کوونکي له افغانستان څخه نه دی توانیدلی چې په ټولګیو کې ګډون وکړي.

تر دې وړاندې، د انجونو د ښوونځیو (له شپږم ټولګي پورته) او پوهنتونونو د تړل کېدو وروسته، زرګونه زده‌کوونکو او محصلینو انلاین زده‌کړو ته مخه کړې وه.

د سرچینو په وینا، د طالبانو پرېکړه چې بې‌سیم انټرنټ بند کړي، د یوې پراخې برنامې برخه ده چې موخه یې په ټول هېواد کې د انټرنټ د خدماتو محدودول دي. تمه کېږي چې دا محدودیتونه نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انټرنټ محدودول، د زده‌کړې ترڅنګ، پر اقتصاد او د افغانستان پر تخنیکي پرمختګ اوږدمهاله منفي اغېزې درلودلای سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه