طالبانو د نورستان د قیمتي ډبرو له پلور څخه ۹۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی

د طالبانو ډلې د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ څخه د نږدې نهه زره کیلوګرامه قیمتي ډبرو په ایستلو او پلور سره له ۹۵ میلیونو افغانیو ډېر عاید تر لاسه کړی دی.
طالبانو د نورستان د قیمتي ډبرو له پلور څخه ۹۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، طالبانو د بیروج، کنزیت، مارګنیت او بلور ډولونو نږدې نهه زره کیلوګرامه قیمتي ډبرې د نورستان د دوآب ولسوالۍ څخه را ایستلی او پلورلي، چې ورسره یې شاوخوا ۹۵ میلیونه او ۱۲۳ زره افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی.

په دې راپور کې ویل سوي چې د دې پلور له عوایدو څخه له ۹ میلیونو زیاتې افغانۍ د طالبانو خزانې ته لېږدول سوې دي.

راپورونه زیاتوي چې دغه ډبرې په غیر معیاري او غیر قانوني ډول د نورستان له معدنونو ایستل سوي دي.

په هر حال، طالبانو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د معدني سرچینو لرونکي دي، د معدنونو د غیرقانوني راویستلو لړۍ پرمخ بیولې او له دې لارې یې د پام وړ عواید ترلاسه کړي دي. دغه کړنې د هېواد د طبیعي سرچینو د ویجاړۍ او د معدنونو د ناسالمې ګټې اخیستنې په اړه اندېښنې راولاړې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه