د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: دین د محصلینو بنسټیزه اړتیا ده

ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، په کابل پوهنتون کې د خپلې وینا پر مهال اعلان وکړ چې پوهنتونونه یوازې د عصري علومو د تدریس مرکزونه نه دي، بلکې د دینی اړینو مسئلو د تدریس ځایونه هم دی.
وزیر تحصیلات طالبان: دین، نیاز اساسی دانشجویان است

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ندا محمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، په کابل پوهنتون کې د دوو زرو او ۱۰۰ ډېرو محصلینو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړه چې د عصري علومو تر څنګ باید د دین اړینې مسئلې هم محصلینو ته ور وښودل سي.

هغه ټینګار وکړ چې پوهنتونونه یوازې د عصری علومو په تدریس محدود نه دي او د دیني زده‌کړو تدریس یې نه بېلېدونکې برخه ده.

ندیم په دې وینا کې وویل: «دین زموږ او ستاسې بنسټیزه اړتیا ده. موږ مسلمانان یو او د ژوند تر پایه له دې هویت څخه جلا کېدلای نه سو. باید خپل اسلامي عمل، فکر او اخلاق په ښه ډول درک کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د افغانستان تعلیمي مرکزونه یوازې د هلکانو لپاره پرانیستي دي او نجونې او ښځې له زده‌کړو بې‌برخې سوې دي. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د دیني مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د دغو مدرسو شمېر یې په ټول هېواد کې ډېر کړی دی. دغه راز، دغه ډلې دیني زده‌کړې د پوهنتونونو او نورو تعلیمي موسسو د نصاب برخه ګرځولې ده.

کارپوهان باور لري چې طالبان هڅه کوي د افغانستان د زده‌کړو نظام د خپلې ایډیالوژۍ پر بنسټ جوړ کړي؛ داسې هڅه چې په هیواد کې دننه او د نړۍ په کچه له پراخو نیوکو سره مخ سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه