بریتانیا د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د درې میلیونه پونډو د اضافي مرستې اعلان وکړ

د بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان زلزله‌ځپلو ته درې میلیونه پونډه نوره مرسته ځانګړې کوي؛ دغه بودیجه به د بشر دوستانه شریکانو له لارې، مصرف سي.
بریتانیا از اختصاص سه میلیون پوند دیگر به زلزله‌زدگان افغانستان خبر داد

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د بریتانیا حکومت ویلي چې د افغانستان ختیځ ته درې میلیونه پونډه اضافي مرسته ځانګړې سوې ده. دغه اعلان په داسې حال کې سوی چې د وروستۍ زلزلې وروسته وضعیت لا هم سخت دی.

یوت کوپر، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، ویلي: «کله چې د مرستې ډلې لرې پرتو او زیانمنو سیمو ته ورسېدې، د زلزلې د زیانونو او بشري اغېزو کچه څرګنده سوه.» هغه زیاته کړه چې دغه درې میلیونه پونډه اضافي مرسته د هغو بشر دوستانه شریکانو د ملاتړ لپاره ځانګړې سوې ده چې په افغانستان کې فعالیت کوي، په شمول د UNFPA، د سور صلیب نړیوال سازمان، افغان‌اید (Afghanaid) او د جګړې د ماشومانو سازمان (War Child).

بریتانیا د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته په لومړیو ورځو کې د یو میلیون پونډو د لومړنۍ مرستې اعلان کړی و. د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دغه بودیجه به ټوله د نړیوالو سازمانونو او د بریتانیا د غیردولتي ادارو له لارې مصرف سي.

کوپر زیاته کړه: «دغه بودیجه چې د بشر دوستانه شریکانو له لارې ورکول کېږي، دا تضمینوي چې د افغانستان خلک د روغتیایي پاملرنې، پاکو اوبو او بېړنۍ سرپناه ته چې ډېره ورته اړتیا لري، لاسرسی ومومي.

هغه وویل دا چې ژمی نږدې کیږی: «اړینه ده چې ګډې هڅې وسې څو د هغو کسانو اړتیاوې چې د زلزلې له امله زیانمن سوي، پوره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه