طالبان: د ټرمپ ادعاوې د افغانستان د نشه‌یي موادو د تولید او وېش په اړه بې‌ بنسټه دي

طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا چې ګواکې افغانستان د نشه‌یي موادو پر ضد د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی، رد کړې.
طالبان: د ټرمپ ادعاوې د افغانستان د نشه‌یي موادو د تولید او وېش په اړه بې‌ بنسټه دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ حمدالله فطرت، د طالبانو د ویاند مرستیال، (سه‌شنبه د سنبلې ۲۵مه) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې دغه ادعا «بې‌بنسټه» ده او د افغانستان د واقعي وضعیت په اړه د نوموړي د ناپوهۍ ښکارندویي کوي.

فطرت زیاته کړه: «په افغانستان کې د نشه‌یي موادو تولید او قاچاق تر صفر پورې راټیټ سوی، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې یې زیاتوالی لیدل کېږي.»

له دې وړاندې ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه په تېر کال کې د نشه‌یي موادو پر وړاندې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې څو ځله ادعا کړې چې د دوی د پروګرامونو له امله د نشه‌یي موادو کر او قاچاق په افغانستان کې د پام وړ ډول راکم سوی دی؛ خو یو شمېر کارپوهان او نړیوال بنسټونه د دغې ادعا د رښتینولۍ په اړه شک څرګند کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه