د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ طالبانو د دوشنبه ورځ سنبلې ۲۴مې راهیسې په پنځو ولایتونو کې د بېسیم یا «وای فای» انټرنټ مخه نیولې ده، چې پکښې قندهار، ارزګان، هلمند، نیمروز او بلخ شامل دي. دا ډول انټرنټ د بېسیم دستګاوو یا کورني مودمونو له لارې کاروونکو ته وړاندې کېده.
طالبانو په لومړي ګام کې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د فایبر نوري انټرنټ تړلی و. د طالبانو سرچینو تایید کړې چې دغه اقدامات د طالبانو د مشر، ملا هبتالله اخندزاده، په مستقیم امر عملي کېږي.
راپورونو هم ښودلې چې د هېواد په کچه د فایبر نوري انټرنټ خدمات یا په بشپړ ډول پرې سوي او یا هم د جدي سرعت کمښت سره مخامخ دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که څه هم د انټرنټ محدودول کېدای سي د طالبانو لنډمهاله وسیله وي، څو د معلوماتو بهیر کنټرول او د آزاد لاسرسي مخه ونیسي، خو په اوږدمهال کې به پر اقتصاد، زدهکړو او د ټکنالوژۍ پر پرمختګ درنې پایلې ولري.