د طالبانو ډیجیټلي زندان د افغانستان د خلکو لپاره

د وای فای انټرنټ پرې کول نه یوازې د اتباعو لومړني حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې دغه تګلاره افغانستان د معلوماتي او اقتصادي انزوا پر لور بیايي
00

د وای فای انټرنټ پرې کول په دوو مهمو ښارونو کې، نه یوازې د اتباعو لومړني حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې یو څرګند پیغام لري: طالبان له شفافیت، پوهاوي او د ولسي څارنې څخه د دوی په کړنو باندې سخته ویره لري. دغه تګلاره افغانستان د معلوماتي او اقتصادي انزوا پر لور بیايي او ځوان نسل له هغه راتلونکي محروموي چې پر پوهه او اړیکو ولاړ وي.

د طالبانو وروستی تصمیم چې په مزارشریف او قندهار کې د وای فای انټرنټ پرې کړي، د ملا هبت‌الله اخندزاده په مستقیم امر، یوازې یو ساده تخنیکي یا اداري اقدام نه دی. دغه پرېکړه په حقیقت کې د طالبانو د سیستماتیکو هڅو ښکاره نښه ده، څو د خلکو غږ بند کړي او د ازادې معلوماتي بهیر مخه ونیسي؛ داسې یو حرکت چې په ښکاره ډول د فایبر نوري او وای فای خدمتونو د تدریجي محدودولو د بهیر دوام دی. طالبان هوډ لري افغانستان یو تاریخي شاتګ ته بوځي او د معلوماتي انزوا تیاره زمانې ته یې ولیږی.

دغه ډلې په دې کار سره په عملي ډول انټرنټ، چې د خلکو د نړۍ سره د اړیکو لویه لار او د زده‌کړې، اقتصاد او د نظرونو د تبادلې حیاتي وسیله ده، په نښه کوي. دغه پرېکړه یوازې د خلکو له یوه تخنیکي خدمت محرومول نه دي؛ بلکې یو څرګند پیغام لري: طالبان له شفافیت او د ولسي څارنې څخه وېره لري. دوی وای فای انټرنټ پرې کوي، خو د موبایل انټرنټ پرانیستی پرېږدي؛ داسې یوه محاسبه سوې او انتخابي تګلاره چې د خلکو د اړیکو د څارنې او کنټرول لپاره د دوی لاسونه لا نور هم ازادوي. د دوی وروستی هدف روښانه دی: د داسې تړلي ټولنې جوړول چې پکې پرته له خپل تبلیغاتي غږ څخه بل هېڅ غږ نه اورېدل کېږي.

په همدې حال کې، کندوز کې د خلکو د نیول کېدو خبر د مبهمې تورنی «منفي تبلیغ» په نامه په ټولنیزو شبکو کې، د همدې ظالمانه تګلارې بله څپه ښکاره کوي. د ټیک‌ټاکرانو او مجازي فعالانو نیول، د «توبې» یا نمایشي اعترافاتو ته اړ کول، په دقیقه توګه هغه وسیلې دي چې طالبان د وېرو فضا رامنځته کولو او د هر ډول نیوکې یا حتی غیررسمي محتوا د چوپولو لپاره کاروي. دا چې هغوی د فاروق اعظم په څېر د وزارت د اوبو او انرژۍ د سلاکار داخلي نیوکې هم نه سي زغملی، د دوی د ناامنۍ او د هر ډول متفاوت غږ پر وړاندې د کمزورۍ ژورتیا څرګندوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه